ads

كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروز الدين فيروز تېره ورځ كندهار ته د يو سفر په ترڅ كې د كتلوي معافيت حوزوي مركز په داسې حال كې پرانيست چې ځايي مسوولين وايي، لا هم د كندهار ۶۰ فيصده خلك روغتيايي خدمتونو ته اسانتيا نه لري.فيروز وويل، دا مركز چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، […]

نویسنده: TKG
16 وری 1395
كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروز الدين فيروز تېره ورځ كندهار ته د يو سفر په ترڅ كې د كتلوي معافيت حوزوي مركز په داسې حال كې پرانيست چې ځايي مسوولين وايي، لا هم د كندهار ۶۰ فيصده خلك روغتيايي خدمتونو ته اسانتيا نه لري.
فيروز وويل، دا مركز چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د يونيسف په مالي مرسته جوړ شوى، چې له دې لارې به د لوړ كيفيت واكسين نه يوازې كندهار بلكې شاوخوا ولايتونو ته هم رسوي.
وزير زياته كړه، وزارت به يې ډېر ژر په كندهار كې د روغتيايي خدماتو د چټكتيا لپاره په دريو ولسواليو كې ۳۰ بستريز روغتونونه هم جوړ كړي. د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروز الدين فيروز تېره ورځ كندهار ته د يو سفر په ترڅ كې د كتلوي معافيت حوزوي مركز په داسې حال كې پرانيست چې ځايي مسوولين وايي، لا هم د كندهار ۶۰ فيصده خلك روغتيايي خدمتونو ته اسانتيا نه لري.
فيروز وويل، دا مركز چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د يونيسف په مالي مرسته جوړ شوى، چې له دې لارې به د لوړ كيفيت واكسين نه يوازې كندهار بلكې شاوخوا ولايتونو ته هم رسوي.
وزير زياته كړه، وزارت به يې ډېر ژر په كندهار كې د روغتيايي خدماتو د چټكتيا لپاره په دريو ولسواليو كې ۳۰ بستريز روغتونونه هم جوړ كړي.
دا په داسې حال كې ده چې د كندهار والي همايون عزيزي بيا ويلي، دمګړۍ مركزي حكومت د كندهار دوه نيم مليونه وګړو ته يوازې د اته سوه زره كسانو د روغتيايي خدماتو امكانات برابروي او نور خلك ترې بې برخې پاتې كېږي: (( په كندهار كې د سلو كسانو له ډلې يوازې څلويښت تنه روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري، پاتې نور شپېته فيصده خلك محروم دي.))
بايد وويل شي چې په كندهار كې د روغتيايي خدمتونو د نه رسېدو له كبله د سرشمېرنې پر اداره د ناغېړۍ تورونه دي او ويل كېږي چې ګواكې د همدې ادارې مفلوج فعاليت د دې سبب شوى چې كندهار كې د يو كس روغتيايي اسانتياوې په پنځو كسانو وويشل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA