عراقي ځواكونو په الانبار ولايت كې د داعش ډلې له يو زيرزميني زندان څخه ۱۵۰۰ كسان راخوشې كړي دي.
په دې اړه د عراقي ځواكونو قومندان كرنيل فاضل النمراوي وايي، لويديځ الانبار د داعش مهم مركز و او د دوى د عملياتو په ترڅ كې دا مهال له دغې ډلې څخه د هيت ولسوالي وتلې چې په يو زيرميني زندان كې يې له داعش سره بندي ۱۵۰۰ كسان هم خوشې كړي دي: (( موږ د الانبار د فتح په عملياتو كې يو لوى زندان وموند، داعش ډلې ۱۵۰۰ كسان له مختلفو ځايونو دلته راوړي او بنديان كړي وو، زياتره يې عام خلك وو، موږ ټول خوشې كړل.)) عراقي ځواكونو په الانبار ولايت كې د داعش ډلې له يو زيرزميني زندان څخه ۱۵۰۰ كسان راخوشې كړي دي.
په دې اړه د عراقي ځواكونو قومندان كرنيل فاضل النمراوي وايي، لويديځ الانبار د داعش مهم مركز و او د دوى د عملياتو په ترڅ كې دا مهال له دغې ډلې څخه د هيت ولسوالي وتلې چې په يو زيرميني زندان كې يې له داعش سره بندي ۱۵۰۰ كسان هم خوشې كړي دي: (( موږ د الانبار د فتح په عملياتو كې يو لوى زندان وموند، داعش ډلې ۱۵۰۰ كسان له مختلفو ځايونو دلته راوړي او بنديان كړي وو، زياتره يې عام خلك وو، موږ ټول خوشې كړل.))
پر هيت ولسوالۍ پوځي عمليات داسې مهال كېږي چې تر دې يو كال وړاندې په الانبار كې د داعش ډلې يو بل مهم مركز رمادي هم د عراقي ځواكونو لخوا تر كنټرول لاندې راوستل شو.
پوځي چارواكي وايي، د هيت له نيولو وروسته داعش سره د اردون او سوريې په پوله درې مهم ښارونه فلوجه، رطبه او قايم پاتې كېږي.


