د كورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او د سترې محكمې د عالي شورا غړيتوب ته كانديدان نن د جمهور رئيس د دويم مرستيال سرور دانش لخوا د باور رايې د ترلاسه كولو په هدف ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
محمد فريد حميدي لويې څارنوالۍ، تاج محمد جاهد د كورنيو چارو وزارت او محمد زمان سنګري د سترې محكمې د عالي شورا غړيتوب ته كانديدان دي.
د جمهور رئيس دويم مرستيال سرور دانش وويل، چې افغانان په اوسنيو شرايطو كې تر بل هر وخت ډېر يووالي او د داخلي سياسي صفونو پياوړتيا ته اړتيا لري. د كورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او د سترې محكمې د عالي شورا غړيتوب ته كانديدان نن د جمهور رئيس د دويم مرستيال سرور دانش لخوا د باور رايې د ترلاسه كولو په هدف ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
محمد فريد حميدي لويې څارنوالۍ، تاج محمد جاهد د كورنيو چارو وزارت او محمد زمان سنګري د سترې محكمې د عالي شورا غړيتوب ته كانديدان دي.
د جمهور رئيس دويم مرستيال سرور دانش وويل، چې افغانان په اوسنيو شرايطو كې تر بل هر وخت ډېر يووالي او د داخلي سياسي صفونو پياوړتيا ته اړتيا لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت له رامنځته كېدو نږدې دوه كاله تېرېږي، خو د دې حكومت مشران تراوسه نه دي توانېدلي، چې خپله كابينه بشپړه كړي او د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس ترمنځ اختلاف د دې سبب شوى، چې د ملي دفاع وزارت د قانون خلاف له نږدې دوو كلونو راهيسې د سرپرست لخوا اداره كېږي.


