د جوزجان چارواكي وايي، د دې ولايت اړوند ۶ پوليس پرون د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ كې د طالبانو په يو كمين كې وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا په دې اړه له کلید سره خبرو کې وویل، دا نښته د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د جوزجان ولایت پولیس د مردیان په سیمه کې د نورو پولیسو د ملاتړ لپاره ورغلي وو خو د بېرته ستنېدو پر مهال د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شول: (( په نښته كې ۶ پوليس وژل شوي او يو پوليس طالبانو نيولى دى، ۶ ميله وسله او يو عراده رنجر موټر يې هم طالبانو له ځان سره وړى دى.))

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ په بلخ ولایت کې د شمال زون امنیتی چارواکو خلکو ته په دې زون کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ خوسره له دې هم لیدل کېږي چې په جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل ولایتونو کې وسله والو طالبانو خپل فعاليتونه زيات كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ