ads

ارزګان كې سيلابونو ۱۱ تنه وژلي، سلګونه جريبه ځمكه اوبو وړې

د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ، چار چينو، دهراود او ګيزاب ولسواليو کې د سیلابونو راوتلو له امله سخت زيانونه اوښتي دي.د اروزګان والي محمد نذير خروټى وايي تېرو سېلابونو سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي چې له مخي يې يوولس تنه مړه شوي، د خلکو سلګونه جريبه ځمكه اوبو وړې ده: (( تر […]

نویسنده: TKG
16 وری 1395
ارزګان كې سيلابونو ۱۱ تنه وژلي، سلګونه جريبه ځمكه اوبو وړې

د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ، چار چينو، دهراود او ګيزاب ولسواليو کې د سیلابونو راوتلو له امله سخت زيانونه اوښتي دي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټى وايي تېرو سېلابونو سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي چې له مخي يې يوولس تنه مړه شوي، د خلکو سلګونه جريبه ځمكه اوبو وړې ده: (( تر اوسه مو د دې سيلابونود زيانونو وروستي ارقام نه دي راغونډ كړي، شايد مالي زيانونه زيات وي چې په وخت سره به يې څرګند  كړو، له دغو سيلاب ځپلو سره د ولايتي ادارې له توان سره سم مرسته كېږي.)) د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ، چار چينو، دهراود او ګيزاب ولسواليو کې د سیلابونو راوتلو له امله سخت زيانونه اوښتي دي.
د اروزګان والي محمد نذير خروټى وايي تېرو سېلابونو سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي چې له مخي يې يوولس تنه مړه شوي، د خلکو سلګونه جريبه ځمكه اوبو وړې ده: (( تر اوسه مو د دې سيلابونود زيانونو وروستي ارقام نه دي راغونډ كړي، شايد مالي زيانونه زيات وي چې په وخت سره به يې څرګند  كړو، له دغو سيلاب ځپلو سره د ولايتي ادارې له توان سره سم مرسته كېږي.))
په عين حال كې د هغو سيمو خلك چې سيلابونو ځپلي له دولته غواړي چې چټكې او اړينې مرستې ورسره وشي.
اروزګان يو غرنى ولايت دى چې وروستيو سيلابونو يې زياتې سيمې لاندې كړي په داسې حال كې چې ځايي خلكو ورته هېڅ چمتووالى نه درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA