ads

ننګرهاري سوداګر په شخصي لګښت د ښوونځيو ودانۍ جوړوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت سوداګرو ورسره ژمنه وكړه، چې په ننګرهار کې د ښوونځيو د ودانيو او احاطو جوړولو چارې په خپلو شخصي امکاناتو پر مخ وړي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو سوداګرو پرون له والي سليم کندزي سره د جلال […]

نویسنده: TKG
15 وری 1395
ننګرهاري سوداګر په شخصي لګښت د ښوونځيو ودانۍ جوړوي

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت سوداګرو ورسره ژمنه وكړه، چې په ننګرهار کې د ښوونځيو د ودانيو او احاطو جوړولو چارې په خپلو شخصي امکاناتو پر مخ وړي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو سوداګرو پرون له والي سليم کندزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ليدنې په مهال ياده ژمنه وكړه.
د ننګرهار والي وويل، چې په دغه ولايت کې سلګونه ښوونځي لا هم ودانۍ او د احاطې دېوالونه نلري، چې زرګونه زده کوونکي په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزې د حل لپاره يې له سوداګرو د همکارۍ غوښتنه وکړه . د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت سوداګرو ورسره ژمنه وكړه، چې په ننګرهار کې د ښوونځيو د ودانيو او احاطو جوړولو چارې په خپلو شخصي امکاناتو پر مخ وړي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو سوداګرو پرون له والي سليم کندزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ليدنې په مهال ياده ژمنه وكړه.
د ننګرهار والي وويل، چې په دغه ولايت کې سلګونه ښوونځي لا هم ودانۍ او د احاطې دېوالونه نلري، چې زرګونه زده کوونکي په دغه برخه کې له ستونزو سره مخ دي او د دې ستونزې د حل لپاره يې له سوداګرو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
په ننګرهار کې مېشتو سوداګرو ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ خونې په مټ به ټول سوداګر د همغږۍ غونډې ترسره کړي، چې په ترڅ کې به يې د دغه ولايت د ښوونځيو د احاطو او ودانۍ جوړولو په هدف يو ميکانيزم جوړ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA