ads

ميدان وردګ: د کوچيانو او ځايي مېشتو د ستونزې د حل غونډۀ جوړه شوه

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د خپلو شخصي هدفونو لپاره د قومونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي.نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د کوچيانو او ځايي مېشتو د ستونزې حل په هدف د جوړې شوې غونډې په مهال وکړې.د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې […]

نویسنده: TKG
15 وری 1395
ميدان وردګ: د کوچيانو او ځايي مېشتو د ستونزې د حل غونډۀ جوړه شوه

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د خپلو شخصي هدفونو لپاره د قومونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د کوچيانو او ځايي مېشتو د ستونزې حل په هدف د جوړې شوې غونډې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د هزاره قوم د خلکو شورا له لوري جوړې شوې غونډه کې والي وويل، چې له خپلې کړې ژمنې سره غواړي، په عادلانه ډول د کوچيانو او ځايي مېشتو ستونزه حل کړي. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، هېچاته به اجازه ورنکړي، چې د خپلو شخصي هدفونو لپاره د قومونو ترمنځ ستونزې رامنځته کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د کوچيانو او ځايي مېشتو د ستونزې حل په هدف د جوړې شوې غونډې په مهال وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د هزاره قوم د خلکو شورا له لوري جوړې شوې غونډه کې والي وويل، چې له خپلې کړې ژمنې سره غواړي، په عادلانه ډول د کوچيانو او ځايي مېشتو ستونزه حل کړي.
د هغه په وينا، په دې اړه يې تراوسه بېلابېلې غونډې ترسره کړې دي.
حيات الله حيات زياته كړه، چې د قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کوونکي د ولس په منځ کې ځاى نه لري او ټينګار يې وکړ، چې ستونزې د خبرو له لارې تفاهم ته رسېدو سره حل کېږي.
په دې غونډه کې د هزاره قوم د خلکو شورا رئيس احمد شاه پخپلو خبرو کې د والي فعاليتونه وستايل او ويې ويل، چې د ولس په ګټه له ټولو روانو چارو څخه يې ملاتړ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA