ads

ملي امنيت په كابل كې يو ۱۷ كلن ځانمرګى نيولى

د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي د نيولو خبر وركوي.د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ۱۷ کلن ځانمرګى بريد كوونكى بهار الله د اسدالله زوى، چې د عمر په […]

نویسنده: TKG
15 وری 1395
ملي امنيت په كابل كې يو ۱۷ كلن ځانمرګى نيولى

د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ۱۷ کلن ځانمرګى بريد كوونكى بهار الله د اسدالله زوى، چې د عمر په مستعار نوم مشهور دى، نيولى دى.
د سرچينې په وينا، بهارالله د طالبانو د ډلې له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و، چې هدف ته له رسېدو وړاندې ونيول شو. د ملي امنيت لوى رياست په کابل ښار کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ۱۷ کلن ځانمرګى بريد كوونكى بهار الله د اسدالله زوى، چې د عمر په مستعار نوم مشهور دى، نيولى دى.
د سرچينې په وينا، بهارالله د طالبانو د ډلې له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى و، چې هدف ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.
نوموړى خپله كيسه داسې كوي: (( نوم مې بهار الله د اسد الله زوى يم، كاكا مې نصرالله په طالبانو كې په انصار مشهور و، بيا يې زه هم ځان سره كړم، درې عملياتونو كې په چهار كلا، جوكامباز كې، بل په نجراو كې، يوه مخابره يوه كلاشنكوف يې راكړل، عمر نوم يې راباندې كېښود، ويل جهاد وكړه چې سيده جنت ته ولاړ شې، د سعد په نوم يو هلك يې انتحاري ته راوست، ماته يې هم وويل چې كور كې ناست يې خوشې ډوډۍ خورې ولاړ شه انتحاري وكړه چې جنت ته ولاړ شې.))
د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت موظفينو تر دې مخكې هم په كابل ښار كې څو وارې ځانمرګي بريد كوونكي نيولي او د خونړيو بريدونو مخنيوى يې كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA