د كندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امريت وايي، په دغه ولايت كې شاوخوا ۳۰۰ ځوانان د بې كارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو له كبله د طالبانو له ليكو سره يو ځاى شوي دي.
د كندوز د ځوانانو امر عبدالغفور هوتك وايي، له طالبانو سره يو ځاى شوي اكثره ځوانان د زده كړو له نعمته بې برخې وو او له تېر يو كال راهيسې د دوى په ليكو كې جګړه كوي. د كندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو امريت وايي، په دغه ولايت كې شاوخوا ۳۰۰ ځوانان د بې كارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو له كبله د طالبانو له ليكو سره يو ځاى شوي دي.
د كندوز د ځوانانو امر عبدالغفور هوتك وايي، له طالبانو سره يو ځاى شوي اكثره ځوانان د زده كړو له نعمته بې برخې وو او له تېر يو كال راهيسې د دوى په ليكو كې جګړه كوي.
هوتك وېره ښيي چې كه دولت ځوانانو ته د كار زمينه مساعده نه كړي، نو د بې كارۍ له كبله به مجبوره ځوانان د مخالفينو د صفونو د غښتلتيا لپاره واړول شي.
د كندوز مدني فعال وحيد الله رحماني هم له دې ستونزې سر ټكوي او وايي كه حكومت له هېواده د بې كارۍ ټغر ټول نه كړي نو ناامني به له كنټروله ووځي.
خو د كار او ټولنيزو چارو رئيس محمد ظاهر عظيمي بيا له دې خبرې چې ګواكې يو شمېر ځوانان د بې كارۍ له كبله د وسله والو ليكو ته مخه كوي، بې خبري ښيي.
دى وايي، د ملي وحدت حكومت يو لړ پروګرامونه په پام كې لري چې په پلي كولو سره يې د ځوانانو د بې كارۍ مخه نيول كېداى شي.
دا په داسې حال كې ده چې د مګړۍ د كندوز په بېلا بېلو برخو كې توده جګړه روانه ده او په سلګونه كورنۍ يې اړ كړي چې خپل كورونه او سيمې پرېږدي.


