د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون وايي، په دغه ولايت كې ورسره د ۱۳۹۵ كال په لومړيو ۱۴ ورځو كې ۱۱ د ترور او مرموزو وژنو پېښې ثبت شوې دي.
د دغه کمیسیون د څيړنې او څارنې د څانګې مسوول فخرالدین فایز له کلید راډيو سره په خبرو كې وويل، د مرموزو وژنو او ترور دا پېښې زياتره د ښار په ګاونډي ولسواليو كې رامنځته شوي چې تر ډېره يې ملكيان په نښه كړي او له سياسي- جنايي انګېزې پرته بل هېڅ وجه نه لري. د كندهار د بشر د حقونو خپلواك كمسيون وايي، په دغه ولايت كې ورسره د ۱۳۹۵ كال په لومړيو ۱۴ ورځو كې ۱۱ د ترور او مرموزو وژنو پېښې ثبت شوې دي.
د دغه کمیسیون د څيړنې او څارنې د څانګې مسوول فخرالدین فایز له کلید راډيو سره په خبرو كې وويل، د مرموزو وژنو او ترور دا پېښې زياتره د ښار په ګاونډي ولسواليو كې رامنځته شوي چې تر ډېره يې ملكيان په نښه كړي او له سياسي- جنايي انګېزې پرته بل هېڅ وجه نه لري.
فايز د سږني كال پيل ښه نه ګڼي او وايي، د روان كال په لومړيو ۱۴ ورځو كې پنځه تنه په مرموز ډول وژل شوي يا هم ترور شوي او ۶ نور ټپيان دي: (( دا شمېرې موږ له روغتون څخه ترلاسه كړې دي، په وژل شويو كې ځېنې كسان په مرموز ډول وژل شوي او ځينې ترور شوي دي.))
فايز زياته كړه، يوازې دا ارقام نه دي بلكې تېر ۱۳۹۴ كال هم ورسره په ۶ مياشتو كې ۱۹۴ دا ډول پېښې ثبت شوې چې د هغو پېښو قربانيان هم ملكيان وو: (( د ۱۳۹۴ كال په وروستيو شپږو مياشتو كې موږ سره ۱۹۴ د ترور او مرموز مرګ پېښې ثبت شوې، چې په دې جمله كې ۱۴۶ تنه مړه شوي او ۴۸ ټپيان دي.))
بلخوا د کندهار ولایت مقام د مرموزه وژنو پیښې مني خو په دې اړه د ارقامو له ورکولو څخه ډډه کوي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک له کلید سره په خبرو کې وویل، ډېرى مرموزې وژنې جنايي اړخ لري: (( اكثره څېړل شوې پېښې جنايي اړخ لري، چې د شخصي دښمنيو په وجه رامنځته كېږي، پوليس هم په دې برخه كې تېز شوي او د پېښو ګڼ عاملين يې نيولي دي.))
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې په كندهار كې ځايي خلك د مرموزو وژنو او ترور د پېښو د زياتوالي له كبله د خپل راتلونكي په اړه سخت اندېښمن شوي دي.


