ټاكل شوې ده، چې روانه اوونۍ د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمېشنرانو د غوراوي كمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شي.
د دې كمېټې غړي نعيم ايوب زاده نن كليد ته وويل، چې ده ته د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمېشنرانو د غوراوي كمېټې د لومړنۍ غونډې په اړه رسماً خبر وركړل شوى دى.
نوموړى زياتوي، د يادې كمېټې له نوي جوړښت سره موافق نه دي، خو د غړو لومړنۍغونډه يې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو په هدف يو مثبت ګام دى. ټاكل شوې ده، چې روانه اوونۍ د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمېشنرانو د غوراوي كمېټې لومړنۍ غونډه جوړه شي.
د دې كمېټې غړي نعيم ايوب زاده نن كليد ته وويل، چې ده ته د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمېشنرانو د غوراوي كمېټې د لومړنۍ غونډې په اړه رسماً خبر وركړل شوى دى.
نوموړى زياتوي، د يادې كمېټې له نوي جوړښت سره موافق نه دي، خو د غړو لومړنۍغونډه يې د هېواد په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو په هدف يو مثبت ګام دى.
ايوب زاده ټينګار كوي، چې دوى به خپل كار په پوره خپلواكۍ او روڼتيا ترسره كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د تېرې كب مياشتې په څوارلسمه نېټه په ټاكنيز نظام كې د اصلاحاتو رامنځته كولو په هدف تقنيني فرمان توشېح كړ او د غوراوي كمېټه هم د همدې فرمان له مخې له يوه نوي جوړښت سره رامنځته شوه، خو د نږدې يوې مياشتې په تېرېدو دا فرمان تراوسه ولسي جرګې ته نه دى لېږل شوى او له بلې خوا د ټاكنيزو كمېسيونونو د كمېشنرانو د غوراوي كمېټه هم نه ده توانېدلې، چې په رسمي توګه خپل كار پيل كړي.


