د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور ګواښ كړى چې د ملي وحدت حكومت د يوې توافقنامې په بنسټ رامنځته شوى او د دې توان نه لري چې د بلخ د ولايت له منصبه يې لرې كړي.
نوموړي نيويارك ټايمز سره په يوه مركه كې ويلي، په هغه صورت كې چې مركزي حكومت دى يوځل بيا د بلخ د والي په توګه مقرر كړي، نو دى اراده لري چې په خپله خوښه دنده خوشې كړي. د بلخ سرپرست والي، عطامحمد نور ګواښ كړى چې د ملي وحدت حكومت د يوې توافقنامې په بنسټ رامنځته شوى او د دې توان نه لري چې د بلخ د ولايت له منصبه يې لرې كړي.
نوموړي نيويارك ټايمز سره په يوه مركه كې ويلي، په هغه صورت كې چې مركزي حكومت دى يوځل بيا د بلخ د والي په توګه مقرر كړي، نو دى اراده لري چې په خپله خوښه دنده خوشې كړي.
نور زياته كړه، اوسنى د ملي وحدت حكومت د يو توافق په بنسټ رامنځته شوى او مشعروعيت يې د دواړو ټيمونود موافقه ليك له لاسليكه سرچينه اخلي: (( دا توافقنامه يوازې دوه كلنه ده او ۴ مياشتې نور اعتبار لري.))
عطا محمد نور په شمال كې د جمعيت پخوانى قومندان دى، چې له ۱۲ كلونو راهيسې د بلخ والي و.
د نوي حكومت په رامنځته كېدو جمهور رئيس غني هغه سرپرست والي اعلان كړ، خو پر ځاى يې د دوه كلونو په تېرېدو هېڅوك نه دي ټاكل شوي.


