د ارمنستان او اذربايجان د سرحدي ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې د سختو نښتو له كبله د مرګ ژوبلې کچه سلو تنو ته پورته شوې ده.
د اذربايجان چارواکو اعلان وکړ، چې د لانجمنې سيمې ناګورنو قره باغ په سر له ارمني ځواکونو سره په نښته کې يې ۱۲ سرتېري وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان شوي او يوه الوتکه يې نسکوره شوې ده.
د اذري چارواکو په خبره، د تېرو څو ورځو نښتو کې د دواړو لوريو سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ملکيان هم په کې شامل دي. د ارمنستان او اذربايجان د سرحدي ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې د سختو نښتو له كبله د مرګ ژوبلې کچه سلو تنو ته پورته شوې ده.
د اذربايجان چارواکو اعلان وکړ، چې د لانجمنې سيمې ناګورنو قره باغ په سر له ارمني ځواکونو سره په نښته کې يې ۱۲ سرتېري وژل شوي، يو شمېر نور ټپيان شوي او يوه الوتکه يې نسکوره شوې ده.
د اذري چارواکو په خبره، د تېرو څو ورځو نښتو کې د دواړو لوريو سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ملکيان هم په کې شامل دي.
د فرانسې خبري اژانس په خپور کړي رپوټ کې ويل شوي، د اذربايجان د دفاع وزارت چارواکو هم اعلان کړى، چې د نښتې په ترڅ کې يې ګڼې برياوې ترلاسه کړي او له ارمني سرحدي ځواکونو يې ګڼې سيمې هم پخپله ولکه کې راوستې دي.
بلخوا د دواړو هېوادونو د سرحدي پوله ساتو ترمنځ د نښتو تر زياتوالي وروسته روسيې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې سرحدي لانجې له سوله ييزې لارې حل کړي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په روانه نښته خواشيني څرګنده کړې او ايران، چې د دواړو هېوادونو ګاونډ کې پروت دى، هم له ښکېلو غاړو غوښتي، چې په سيمه کې دې تاو تريخوالى کم کړي.
د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ په ناګورنو قره باغ سرحدي سيمه له شاوخوا اتيا کلونو راهيسې لانجه روانه ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې يې ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.


