د هرات پاسپورټ امريت لس زره كسانو ته د دوى پاسپورټونه وويشل.
د هرات د پاسپورټ امر احسان الله مؤحد په دې اړه كليد ته وويل، دغو پاسپورټونو ته د ۱۳۹۴كال په وروستۍ مياشت كې خلكو ثبت نام او بايوميتريك عمليه بشپړه كړې وه او اوس په كابل مركزي دفتر كې د اداري مراحلو تر بشپړولو وروسته خپلو كسانو ته وسپارل شول.
مؤحد زياته كړه، په پام كې لري چې په روانه اوونۍ كې ۶ زره جلده نور پاسپورټونه هم خپلو اړوندو كسانو ته وويشي.
دا په داسې حال كې ده چې نن د هرات په سټيډيوم كې د پاسپورټونو ترلاسه كولو لپاره زرګونه راټولو شويو كسانو شكايت كاوه چې د پاسپورټونو د ويش لپاره يو ځاى ته د دومره ډېرو خلكو راټولول ستونزې د كمولو پر ځاى زياتوي.