ads

هرات: وسله والو د هيلو ټرسټ ۱۵ ماين پاكان تښتولي

نامعلومو وسله والو د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ په شبش سيمه كې د هېلو ټرسټ موسسې ۱۵ ماين پاکان تښتولي دي.د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چې دغه ماين پاکان پرون مازيګر تښتول شوي دي.فرهاد كليد ته وويل، د هېلو ټرسټ موسسې كار كوونكي يادې سيمې ته د دندې ترسره كولو په […]

نویسنده: TKG
14 وری 1395
هرات: وسله والو د هيلو ټرسټ ۱۵ ماين پاكان تښتولي

نامعلومو وسله والو د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ په شبش سيمه كې د هېلو ټرسټ موسسې ۱۵ ماين پاکان تښتولي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چې دغه ماين پاکان پرون مازيګر تښتول شوي دي.
فرهاد كليد ته وويل، د هېلو ټرسټ موسسې كار كوونكي يادې سيمې ته د دندې ترسره كولو په هدف تللي وو، چې د لارې په اوږدو كې د وسله والو له كمين سره مخ شول. نامعلومو وسله والو د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ په شبش سيمه كې د هېلو ټرسټ موسسې ۱۵ ماين پاکان تښتولي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چې دغه ماين پاکان پرون مازيګر تښتول شوي دي.
فرهاد كليد ته وويل، د هېلو ټرسټ موسسې كار كوونكي يادې سيمې ته د دندې ترسره كولو په هدف تللي وو، چې د لارې په اوږدو كې د وسله والو له كمين سره مخ شول.
د هغه په وينا، د يادو ماين پاكانو د خلاصون لپاره هڅې پيل شوې دي: ((۱۵ واړه ماين پاكان پرون د ماين پاكۍ ساحې ته چې پولې ته نږدې وه، روان ووچې وسله والو تښتولي، د دوى د راخوشې كولو عمليات مو پيل كړي دي.))
د دغو ماين پاكانو د تښتونې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ماين پاکولو د موسسو کار کوونکي تښتول شوي، چې ځينې يې بېرته راخوشې شوي او يو شمېر نور بيا وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA