د ننګرهار ولايتي اداره د راتلونكې يكشنبې په ورځ د دغه ولايت د بهسودو د فوټبال په لوبغالي كې د كركټ ملي لوبډلې يوه لويه ستاينغونډه كوي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې والي سلیم کندوزي د افغانستان د کرکټ بورډ له اجرایوي رئیس شفق الله ستانکزي سره په ناسته کې ويلي، د کركټ ملي لوبډلې د ستایني او د دوی د تقدیر په موخه یې دغه مراسم ترتیب کړي دي. د ننګرهار ولايتي اداره د راتلونكې يكشنبې په ورځ د دغه ولايت د بهسودو د فوټبال په لوبغالي كې د كركټ ملي لوبډلې يوه لويه ستاينغونډه كوي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې والي سلیم کندوزي د افغانستان د کرکټ بورډ له اجرایوي رئیس شفق الله ستانکزي سره په ناسته کې ويلي، د کركټ ملي لوبډلې د ستایني او د دوی د تقدیر په موخه یې دغه مراسم ترتیب کړي دي.
په خبر پاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله ویل شوي، چې د ننګرهار ولسونه د کرکټ له ملي اتلانو سره زیاته مینه لري، نو له همدې امله یې د کرکټ ملي لوبډله ننګرهار ته د ستاینې په موخه دعوت کړه .
د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د خلكو د كركټ مينې ته په پام يو شمېر پاکستاني لوبډلو سره خبرې وكړي او دوی سره د سیالیو د ترسره کولو په موخه به يې ننګرهار ته راوبلي .
په ننګرهار کې د کرکټ ملې لوبډلې د ستاینې دا غونډه په داسې حال کې نیول کیږي، چې له دې وړاندې هم دوی دلته د یو شمیر چارواکو له لوري ستایل شوي دي.


