د ننګرهار ولایت مقام، نظامي شورا په خپله اوونيزه غونډه كې پریکړه كړې چې په یو شمیر ولسوالیو کې به چاڼیز عملیات ترسره شي
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ولایت ټولو امنیتي مسوولینو په غونډه کې پریکړه كړې چې په نږدې راتلونکې به په یو شمیر ولسوالیو کې د هوایي ځواک په ملتیا ځمکنې عملیات ترسره شي. د ننګرهار ولایت مقام، نظامي شورا په خپله اوونيزه غونډه كې پریکړه كړې چې په یو شمیر ولسوالیو کې به چاڼیز عملیات ترسره شي
د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ولایت ټولو امنیتي مسوولینو په غونډه کې پریکړه كړې چې په نږدې راتلونکې به په یو شمیر ولسوالیو کې د هوایي ځواک په ملتیا ځمکنې عملیات ترسره شي.
خبر پاڼه وایي، په دغه ناسته کې د والي سلیم کندوزي په مشرۍ د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا قوماندان، د ملي امنیت رئیس، د امنیت امر، د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قوماندان، د عامه نظم، همغږۍ مرکز او یو شمېر نورو قوماندانانو او مسوولینو ګډون کړی و.
سرچینه وایي، والي پریکړه وكړه چې له دې وروسته به ټول هغه موټرسایکلونه ونیول شي، چې دوه کسان پرې سپاره ولیدل شي.


