ads

ننګرهار: امنيتي ځواكونو ۴ انسان تښتوونكي نيولي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې په سرخرود ولسوالۍ کې د انسان تښتونې په تور څلور تنه نیولي دي.د ننګرهار امنیه قومندانۍ له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د سرخرود ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
14 وری 1395
ننګرهار: امنيتي ځواكونو ۴ انسان تښتوونكي نيولي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې په سرخرود ولسوالۍ کې د انسان تښتونې په تور څلور تنه نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د سرخرود ولسوالۍ (شیخ مصري) سیمه کې ۴ تنه د انسان تښتونې په تور نیولي دي. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پرون يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ كې په سرخرود ولسوالۍ کې د انسان تښتونې په تور څلور تنه نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ له لوري کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د سرخرود ولسوالۍ (شیخ مصري) سیمه کې ۴ تنه د انسان تښتونې په تور نیولي دي.
خبر پاڼه دغه راز وایي، امنیتي ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ (ساه لالا) سیمه کې یو تن وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نیولی دی.
سرچینه وایي، نیول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA