د هند صدراعظم ناريندرا مودي له سعودي عربستان سره په يو لړ مهمو مسايلو د خپلمنځي همكاريو د زياتولو لپاره سبا يكشنبه رياض ته ځي.
ناريندرا مودي به له سعودي چارواكو سره تر كتنو وروسته له دغه هېواد سره د پانګونې، امنيتي همكاريو او پوځي مرستو هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي.
دا په داسې حال كې ده چې مودي تر دې څو مياشتې وړاندې متحده عربي اماراتو ته هم سفر كړى و او د دغه هېواد له مشرانو سره يې يو لړ مهم قراردادونه او هوكړه ليكونه لاسليك كړي وو. د هند صدراعظم ناريندرا مودي له سعودي عربستان سره په يو لړ مهمو مسايلو د خپلمنځي همكاريو د زياتولو لپاره سبا يكشنبه رياض ته ځي.
ناريندرا مودي به له سعودي چارواكو سره تر كتنو وروسته له دغه هېواد سره د پانګونې، امنيتي همكاريو او پوځي مرستو هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي.
دا په داسې حال كې ده چې مودي تر دې څو مياشتې وړاندې متحده عربي اماراتو ته هم سفر كړى و او د دغه هېواد له مشرانو سره يې يو لړ مهم قراردادونه او هوكړه ليكونه لاسليك كړي وو.
عربي هېوادونه د پاكستان نږدې متحدين ګڼل كېږي او داسې اټكل كېږي چې اوس هند غواړي د پاكستان په مقابل كې له عربي هېوادونو سره دوستانه اړيكې غښتلې كړي.


