د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د نړۍ د ۵۰ هېوادونو د مشرانو غونډې ته په وروستۍ ورځ ويلي، د سويلي هېوادونو اټومي پروګرامونو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د مخنيوي په برخه كې لا زياتې مرستې ته اړتيا ده.
اوباما په واشنګټن كې د نړيوالې اټومي انرژۍ كنفرانس ته په وروستۍ ورځ خپله وينا كې ويلي، د داعش ډلې لخوا خپره شوې ويډيو چې په كې دوى د بلجيم پر يو اټومي ساينسپوه او كيميايي وسلو څار كوي، دا ښيي چې داعش د نړۍ د بربادۍ څه ډول پروګرامونه تر كار لاندې لري؟ د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د نړۍ د ۵۰ هېوادونو د مشرانو غونډې ته په وروستۍ ورځ ويلي، د سويلي هېوادونو اټومي پروګرامونو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د مخنيوي په برخه كې لا زياتې مرستې ته اړتيا ده.
اوباما په واشنګټن كې د نړيوالې اټومي انرژۍ كنفرانس ته په وروستۍ ورځ خپله وينا كې ويلي، د داعش ډلې لخوا خپره شوې ويډيو چې په كې دوى د بلجيم پر يو اټومي ساينسپوه او كيميايي وسلو څار كوي، دا ښيي چې داعش د نړۍ د بربادۍ څه ډول پروګرامونه تر كار لاندې لري؟
خو اوباما زياته كړې، د نړۍ د ګډو هڅو له بركته ده چې تر اوسه هېڅ كومې ترهګرې ډلې اټومي يا ډرټي بم ته لاسرسى نه دى پيدا كړى: (( زه بايد ووايم، په دې كې هېڅ شك نشته چې كه اټومي وسلې د دغو جنونيانو لاس ته ورشي، نو دوى به يې له حده د زياتو بې ګناه انسانانو د تباهۍ لپاره وكاروي.)
د اوباما په خبره نړۍ كې دا مهال دوه زره ټنه اټومي مواد شته چې ټول په مناسبو ځايونو كې خوندي شوي، خو كه احتياط ونه شي، نو د اټومي وسلو له جملې څخه د يوې مڼې په اندازه بم هم ټوله نړۍ تباه كولى شي: (( د پلوټونيم تر ټولو كمه اندازه هم سلګونه زره انسانان ټپي كولى او وژلى شي، كه داسې وشي، نو دا به د انساني، سياسي، اقتصادي او چاپيريالي لحاظه داسې تباهي وي چې بدې پايلې به يې لسيزې نړۍ ته متوجه وي.))
دا په داسې حال كې ده چې د دغه نړيوال كنفرانس په څنډه كې اوباما د تركيې، فرانسې او چين له جمهور رئيسانو سره هم جلا جلا ليدنې كړې دي او د سوريې د مسئلې تر څنګ يې ورسره د شمالي كوريا د اټومي پروګرام پر خطرونو هم خبرې كړې دي.


