د ارزګان ولايت سيمه یيز چارواکي وايي، په دغه ولايت كې د زياتو اورښتونو له كبله د سيلابونو په راوتو خلكو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب کلید ته وايي، د سیلابونو له امله د ګيزاب په ولسوالۍ کې تر دې مهاله درې تنه مړه شوي دي او سلګونه جريبه ځمکه اوبو لاندې کړې ده. د ارزګان ولايت سيمه یيز چارواکي وايي، په دغه ولايت كې د زياتو اورښتونو له كبله د سيلابونو په راوتو خلكو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب کلید ته وايي، د سیلابونو له امله د ګيزاب په ولسوالۍ کې تر دې مهاله درې تنه مړه شوي دي او سلګونه جريبه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، له تېرې ورځې را هيسې د دې ولايت په زياتو برخو کې باران ووري او له امله يې سيلابونو زور اخستی دی.
د ناياب په خبره، باران ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو کار روان دی.


