نامعلومو وسله والو په کندهار ښار كې د يو مسجد ملا امام ټپي كړى دى. دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د لويې ویالې د نري پله په ساحه کې رامنځته شوې ده.
نامعلومو وسله والو په کندهار ښار كې د يو مسجد ملا امام ټپي كړى دى.
دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د لويې ویالې د نري پله په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک کلید ته وویل، چي په دغه برید کې ملا امام ټپي شوى او اوس تر درملنې لاندې دى.
نوموړى وايي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د والي ویاند د ملا امام د روغتیايي وضعیت ډاډ ورکړ.
د دې پېښې مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


