په ننګرهار کې پرون د دولت د وسله والو مخالفينو يوولس کسيزې ډلې د دې ولايت د سولې ولايتي کمېټې په هلو ځلو له وسله وال مخالفته لاس واخيست او د سولې روان بهير سره يوځاى شوه.
په ننګرهار کې پرون د دولت د وسله والو مخالفينو يوولس کسيزې ډلې د دې ولايت د سولې ولايتي کمېټې په هلو ځلو له وسله وال مخالفته لاس واخيست او د سولې روان بهير سره يوځاى شوه.
په دې هدف جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل، چې ټول مخالف وسله وال بايد حقيقت درک کړي او د سولې له روان بهير سره يوځاى شي.
د نوموړي په خبره، هغه څوک، چې په يو او بل نوم په خپل هېواد کې ورانکاره فعاليتونه کوي، له دې وروسته بايد د پرديو په لمسون خپل هېواد وران نه کړي، د سولې له لارې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د خپل هېواد د بهبود لپاره کار وکړي.
بلخوا د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر ملک نظير وويل، چې يادې وسله والې ډلې په نازيانو ولسوالۍ کې دولت ضد فعاليتونه کول او د حقيقت په درک کولو له خپلې يوولس ميله وسلې سره يوځاى د سولې روان بهير سره يوځاى شول.
د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې په هلو ځلو تراوسه ۹۰۷ تنه وسله وال د سولې پروسې سره يوځاى شوي او له مخالفته يې لاس اخيستى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


