ads

ننګرهار كې د ساينسي تجربو په نوم نندارتون جوړ شو

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د افغان ترک لېسې د زده کوونکو له خوا پرون د کېميا، فزيک، بيولوژي او الجبر مضامينو د ساينسي تجربو نندارتون پرانيستل شو، چې په کې د يادې لېسې زده کوونکو خپلې ساينسي تجربې نندارې ته ايښې دي. په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د افغان ترک […]

نویسنده: TKG
12 وری 1395
ننګرهار كې د ساينسي تجربو په نوم نندارتون جوړ شو

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د افغان ترک لېسې د زده کوونکو له خوا پرون د کېميا، فزيک، بيولوژي او الجبر مضامينو د ساينسي تجربو نندارتون پرانيستل شو، چې په کې د يادې لېسې زده کوونکو خپلې ساينسي تجربې نندارې ته ايښې دي.

د دغې لېسې مسوولين وايي، د ساينسي تجربو دغه نندارتون به دوه ورځې د زده کوونکو او د علم او پوهې د مينه والو پر مخ پرانيستى وي .

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د ياد نندارتون په پرانيست غونډه کې وويل، د زده کوونکو د ذهني ودې په هدف د بېلابېلو پروګرامونه جوړول کولاى شي، چې د زده کړې په پروسه کې نوښت او ابتکار ته زمينه برابره کړي.

د ساينسي تجربو په نوم جوړ شوي نندارتون کې د جلال اباد افغان ترک لېسې مدير عمر کورتمرز وويل، په دې نندارتون کې ټولې هغه ساينسي تجربې او معلومات په عملي ډول ښودل کېږي، چې په ټولګيو کې زده کوونکو ته تدريس شوي وي .

د عمر په خبره، تر دې وړاندې يې په مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هر کال دا ډول پروګرامونه جوړ کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA