ads

نجراب كې د امنيتي ځواكونو عمليات پاى ته ورسېدل

امنيتي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې تصفيوي عمليات له اتلسو ورځو وروسته پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ كې يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امنيتي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې تصفيوي عمليات له اتلسو ورځو وروسته پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ […]

نویسنده: TKG
12 وری 1395
نجراب كې د امنيتي ځواكونو عمليات پاى ته ورسېدل

امنيتي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې تصفيوي عمليات له اتلسو ورځو وروسته پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ كې يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيتي چارواکي وايي، د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې يې تصفيوي عمليات له اتلسو ورځو وروسته پاى ته ورسېدل، چې په ترڅ كې يې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوى په وينا، د دغو عملياتو په مهال يې يو شمېر سيمې له وسله والو مخالفينو نيولي او په يو شمېر سيمو کې يې د امنيت د ټينګښت په هدف امنتي پوستې هم ځاى پر ځاى کړې دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو مسوول ډګرمن شېراغا فقيري كليد ته وويل، دوى ياد عمليات د نجراب په چهار کلا او افغانيه سيمو کې په لاره اچولي وو، چې په ترڅ كې يې ۳۲ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د نجراب د افغانيه سيمې اوسېدونکي وايي، چې د عملياتو په مهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۸ تنو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او  نږدې پنځه سوه کورنيو د جګړې له كبله خپله سيمې پريښې ده.

خو امنيتي چارواکي د ملکي وګړو د وژنې ادعاوې ردوي او زياتوي، چې دوه تنه د ملي اردو سرتېري هم د عملياتو په مهال ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا  تګاب، اله ساى او د نجراب يو شمېر سيمې له څو کلونو راهيسې نا امنه دي، چې زيات وخت په کې د حکومت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA