ads

رباني: “كاسا زر” به د كابل او اسلام اباد ترمنځ اړيكې پياوړې كړي

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي، چې د كاسا زر پروژې په پلي كېدو سره به د كابل او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړيكې او متقابل باور پياوړى شي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هېواد د ملي ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې […]

نویسنده: TKG
12 وری 1395
رباني: “كاسا زر” به د كابل او اسلام اباد ترمنځ اړيكې پياوړې كړي

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي، چې د كاسا زر پروژې په پلي كېدو سره به د كابل او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړيكې او متقابل باور پياوړى شي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هېواد د ملي ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې ته وکړې.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وايي، چې د كاسا زر پروژې په پلي كېدو سره به د كابل او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړيكې او متقابل باور پياوړى شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د دغه هېواد د ملي ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه زياته كړه، چې د يادې پروژې عملي كار به په نږدې راتلونكې كې رسماً پيل شي.

د نوموړي په خبره، د كاسا زر پروژه يوازې د انرژۍ د اړتيا پوره كولو لپاره نه ده، بلكې افغانستان او پاكستان په نورو برخو كې همكارۍ ته هڅوي.

ټاكل شوې ده، چې د کاسا زر پروژې د تخنيکي چارو پرانيسته د راتلونكې مې مياشتې په ۲۴ مه نېټه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې وشي او تر ۲۰۱۸ ميلادي کال پورې به ګټې اخيستې ته چمتو شي.

دا پروژه به له قرغزستانه تاجکستان او بيا افغانستان ته ۱۳۰۰ مېګا واټه برېښنا ولېږدوي، چې په کابل کې به د ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا له زېرمې كولو وروسته زر مېګا واټه به يې د لغمان او ننګرهار له لارې پاكستان ته انتقال شي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA