د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هلمند په خانشين، سنګين او ګرشك ولسواليو كې د ګډو امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري. د دې وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش نن كليد ته وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هلمند په خانشين، سنګين او ګرشك ولسواليو كې د ګډو امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري.
د دې وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش نن كليد ته وويل، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا، هغه وسله وال چې د امنيتي ځواكونو پر وړاندې جنګېږي، ډېرى يې بهرني اتباع دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزي پرون په هلمند ولايت كې د وروستيو عملياتو په ترڅ كې د سلګونو بهرنيو وسله والو د وژل كېدو خبر وركړ.
هغه د هلمند په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې وويل، چې بهرني وسله وال د طالبانو په نوم په افغانستان کې جګړه کوي.
د نوموړي په خبره، د بهرنيانو د مخنيوي لپاره د سرحدونو ټينګېدل ضروري دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


