ads

د ميدان وردګو پر والي وسله وال بريد شوى

د ميدان وردګو پر والي حيات الله حيات وسله وال بريد كې يو زده کوونکى ټپي شوى دى. د والي وياند توريالي همت کليد ته وويل، نن حيات الله حيات د دغه ولايت سيد اباد ولسوالۍ ته د سيمې خلکو د ستونزو اورېدو لپاره تللى و، چې د بېرته راستنېدو په مهال د يادې ولسوالۍ […]

نویسنده: TKG
12 وری 1395
د ميدان وردګو پر والي وسله وال بريد شوى

د ميدان وردګو پر والي حيات الله حيات وسله وال بريد كې يو زده کوونکى ټپي شوى دى. د والي وياند توريالي همت کليد ته وويل، نن حيات الله حيات د دغه ولايت سيد اباد ولسوالۍ ته د سيمې خلکو د ستونزو اورېدو لپاره تللى و، چې د بېرته راستنېدو په مهال د يادې ولسوالۍ په شيخ اباد سيمه کې له يوه ښوونځې څخه د ليدو په وخت پرې وسله والو بريد وکړ.

د ميدان وردګو پر والي حيات الله حيات وسله وال بريد كې يو زده کوونکى ټپي شوى دى.
د والي وياند توريالي همت کليد ته وويل، نن حيات الله حيات د دغه ولايت سيد اباد ولسوالۍ ته د سيمې خلکو د ستونزو اورېدو لپاره تللى و، چې د بېرته راستنېدو په مهال د يادې ولسوالۍ په شيخ اباد سيمه کې له يوه ښوونځې څخه د ليدو په وخت پرې وسله والو بريد وکړ.
د هغه په وينا، په بريد كې يوازې يو زده کوونکى ټپي شوى او نور چا ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.
د ميدان وردګو پر والي حيات الله حيات دا بريد داسې مهال کېږي، چې نوموړي پرون د ولايت په اونيزه امنيتي غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې ټول امنيتي ځواکونه دې د خپل مسووليت په ساحه کې نظامي تحرکات ترسره کړي، ترڅو د دښمن د فعاليتونو مخه ونيول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA