ads

حيات: د امنيت د ټينګښت لپاره دې منظم او جدي تحرکات ترسره شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښونه وکړه، چې د امنيت د ټينګښت لپاره منظم او جدي نظامي تحرکات ترسره کړي. د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي د چهارشنبې په ورځ اونيزه امنيتي غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې […]

نویسنده: TKG
12 وری 1395
حيات: د امنيت د ټينګښت لپاره دې منظم او جدي تحرکات ترسره شي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښونه وکړه، چې د امنيت د ټينګښت لپاره منظم او جدي نظامي تحرکات ترسره کړي. د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي د چهارشنبې په ورځ اونيزه امنيتي غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې ټول امنيتي ځواکونه دې د خپل مسووليت په ساحه کې نظامي تحرکات ترسره کړي، ترڅو د دښمن د فعاليتونو مخه ونيول شي.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښونه وکړه، چې د امنيت د ټينګښت لپاره منظم او جدي نظامي تحرکات ترسره کړي.

د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، والي د چهارشنبې په ورځ اونيزه امنيتي غونډه کې د خبرو په مهال وويل، چې ټول امنيتي ځواکونه دې د خپل مسووليت په ساحه کې نظامي تحرکات ترسره کړي، ترڅو د دښمن د فعاليتونو مخه ونيول شي.

حيات ټينګار وکړ، چې امنيتي ځواکونه بايد خپلې ټولې کړنې د قانون په چوکاټ کې ترسره كړي او د عملياتو په مهال د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

امنيتي غونډه د ميدان وردګو د والي په مشرۍ ترسره شوه، چې په كې د ولايتي شورا رئيس، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس، د ملي اردو د څلورمې لېوا قوماندان او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې د لومړۍ او دويم نمبر لويې لارو پر امنيتي مسايلو بحث او خبرې او همدارنګه د ځينو مهمو مسايلو په اړه پرېکړې وشوې.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA