جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل. د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا کتنه په ارګ کې ترسره شوه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا کتنه په ارګ کې ترسره شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش، اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي او د كركټ د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او برياوو په اړه جمهور رئيس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئيس غني د کرکټ ملي لوبډلې پرمختګ او برياوې وستايلې.
نوموړي وويل، چې سږ کال به پر سپورټي زېربناوو پانګونه وکړي او په ښوونځيو کې به هم کرکټ او فوټبال ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه د هېواد پر ملي سوداګرو غږ وکړ، چې د کرکټ ملي لوبډلې سره مرسته وکړي او په همدې هدف يو ځانګړى صندوق جوړ کړي.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د نړيوال جام په شل اوريزو سياليو كې له ګډون وروسته وړمه ورځ هېواد ته راستنه شوه.
دې لوبډلې د نړيوال جام په دويم پړاو كې د سريلانكا، جنوبي افريقا او انګلستان د لوبډلو په وړاندې په لږ توپير لوبې وبايللې، خو د ويسټ انډيز پياوړې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


