د پکتيا ولايتي شورا وايي، په دې ولايت کې ګڼ شمېر پوليس د زورواکو او وکيلانو ساتنه کوي چې دا چاره غير قانوني او د امنيت په وړاندې يې خنډونه جوړ كړي دي.
د پکتيا ولايتي شورا رئيس عبدالروف ځدراڼ وايي، دا مهال په پكتيا كې له سلو پورته ملي او سرحدي پوليس د پارلمان له وکيلانو او زورواکو سره خدمتي دندې اجرا کوي.
نوموړی وايي، دا پوليس له تېرو څو کلونو راهيسې د زورواکو او وکيلانو په خدمت کې دي: ((۱۲۰ تنه ملي او سرحدي پوليس د پارلمان د وکيلانو او زورواکو په خدمت کې دي، زموږ هيله ده، چې له دوی څخه دا پوليس واخيستل شي او امنيتي پوستو ته ورکړل شي.)) د پکتيا ولايتي شورا وايي، په دې ولايت کې ګڼ شمېر پوليس د زورواکو او وکيلانو ساتنه کوي چې دا چاره غير قانوني او د امنيت په وړاندې يې خنډونه جوړ كړي دي.
د پکتيا ولايتي شورا رئيس عبدالروف ځدراڼ وايي، دا مهال په پكتيا كې له سلو پورته ملي او سرحدي پوليس د پارلمان له وکيلانو او زورواکو سره خدمتي دندې اجرا کوي.
نوموړی وايي، دا پوليس له تېرو څو کلونو راهيسې د زورواکو او وکيلانو په خدمت کې دي: ((۱۲۰ تنه ملي او سرحدي پوليس د پارلمان د وکيلانو او زورواکو په خدمت کې دي، زموږ هيله ده، چې له دوی څخه دا پوليس واخيستل شي او امنيتي پوستو ته ورکړل شي.))
په سهيل ختيځ زون کې د ۳۰۳ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد وايي کېدای شي، يو شمېر پوليس له وکيلانو سره خدمتي دندې اجرا کړي خو د ده په خبره په دې باره کې به قانوني اقدام خامخا کوي: ((کېدای شي يو شمېر پوليس د ضرورت پر اساس له وکيلانو سره خدمتي دنده اجرا کړي خو موږ په دې برخه کې اقدامات کوو.))
يو شمېر شنونکي هم د پوليسو په تشکيلاتي سيستم او له وکيلانو سره د دوی په دندو اجرا کولو نيوکې لري.
د دوی په اند که پوليسو ټول وخت يوازې د امنيت ټينګښت ته ځانګړی کړی وای، اوسنۍ ګڼې امنيتې ستونزې به راکمې وې.


