ads

ننګرهار كې تېر كال ۲۳ تنه له نري رنځ مړه شوي

د ننګرهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، تېر كال په دغه ولايت كې ۲۳ تنو د نري رنځ له كبله ژوند له لاسه وركړى او لا هم په دغه ولايت كې ۳۷۰۰ تنه په توبركلوز اخته ناروغان دي.د توبر كلوز د نړيوالې ورځې په مناسبت مراسمو ته د عامې روغتيا رئيس ډاكټر نجيب الله كامه […]

نویسنده: TKG
11 وری 1395
ننګرهار كې تېر كال ۲۳ تنه له نري رنځ مړه شوي

د ننګرهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، تېر كال په دغه ولايت كې ۲۳ تنو د نري رنځ له كبله ژوند له لاسه وركړى او لا هم په دغه ولايت كې ۳۷۰۰ تنه په توبركلوز اخته ناروغان دي.
د توبر كلوز د نړيوالې ورځې په مناسبت مراسمو ته د عامې روغتيا رئيس ډاكټر نجيب الله كامه وال وويل، په تیر کال کې دوی هڅه کړې چې د دغې ناروغۍ سمه درملنه وکړي، خو بيا هم ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ننګرهار د عامې روغتيا چارواكي وايي، تېر كال په دغه ولايت كې ۲۳ تنو د نري رنځ له كبله ژوند له لاسه وركړى او لا هم په دغه ولايت كې ۳۷۰۰ تنه په توبركلوز اخته ناروغان دي.
د توبر كلوز د نړيوالې ورځې په مناسبت مراسمو ته د عامې روغتيا رئيس ډاكټر نجيب الله كامه وال وويل، په تیر کال کې دوی هڅه کړې چې د دغې ناروغۍ سمه درملنه وکړي، خو بيا هم ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ډاکټر کاموال په دې اړه كليد ته هم وويل چې د دغې ورځې د لمانځنې هدف يې دا دى چې په یاده برخه کې د اړوندو ژمنو ادارو د ژمنتیا تازه والی او د عامو خلکو پوهاوى وشي.
بلخوا د ننګرهار د حوزوي روغتون د توبرکلوز متخصص ډاکټر صدیق الله رحیمي له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، کورنۍ دې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو سمه درملنه وکړي.
نوموړی وایي، له دوه اوونیو د زیات وخت ټوخی، د شپې له خوا سړه تبه او د وزن کمېدل د دغې ناروغۍ علایم دي.
په ننګرهار کې د نري رنځ پرضد د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې د روغتیا پالانو په وینا باید کورنۍ د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA