د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، په دغه ښار كې يې د پنځه ملیونه افغانیو په مالي لګښت جوړشوی پارک ګټې اخیستنې ته وسپاره .
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په لومړۍ ناحیه کې د شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې یې یاد پارک جوړ شوی دی. د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، په دغه ښار كې يې د پنځه ملیونه افغانیو په مالي لګښت جوړشوی پارک ګټې اخیستنې ته وسپاره .
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په لومړۍ ناحیه کې د شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې یې یاد پارک جوړ شوی دی.
په خبر پاڼه کې د والي سلیم کندوزي له قوله ویل شوي، د ښاروالۍ مسؤولین دې له دغه پارک څخه وخت په وخت څارنه او ساتنه وکړي.
سرچینه وایي، په دغه پارک کې د لوبو میدان، هټۍ او اړین ملحقات موجود دي.


