د پروان امنيتي چارواكي وايي، بيګا شپه د بګرام هوايي ډګر يوه امريكايي جيټ الوتكه تر پرواز لږ وروسته غورځېدلې ده.
د پروان امنيه قومنداند محمد زمان مموزي د پېښې په اړه كليد ته وويل، الوتكه تر پرواز وروسته د يو كېلو مټر په واټن كې راغورځېدلې او اور يې اخستى، خو سمدواره امنيتي ځواكونه هم سيمې ته ور رسېدلي دي: (( په پېښه كې هېچا ته كوم زيان نه دى اوښتى.)) د پروان امنيتي چارواكي وايي، بيګا شپه د بګرام هوايي ډګر يوه امريكايي جيټ الوتكه تر پرواز لږ وروسته غورځېدلې ده.
د پروان امنيه قومنداند محمد زمان مموزي د پېښې په اړه كليد ته وويل، الوتكه تر پرواز وروسته د يو كېلو مټر په واټن كې راغورځېدلې او اور يې اخستى، خو سمدواره امنيتي ځواكونه هم سيمې ته ور رسېدلي دي: (( په پېښه كې هېچا ته كوم زيان نه دى اوښتى.))
بلخوا د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي الوتکه هوايي ډګر سره نژدې په یوه کرنیزه ځمکه کې لویدلې چې له كبله يې شاوخوا ونې سوځېدلې دي.
نوموړي د بهرنيو ځواكونو له قوله ويلي، چې په پېښه كې پيلوټ هم روغ وتلى او هېڅ ځاني زيان نه دى اوښتى.
د یادونې وړ ده چې د بګرام په هوايي دګر کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي سرتیرې اوسي او هره ورځ له یاد میدان څخه جنګې او نورې الوتکې څو ځلې پروازونه کوي.


