ads

بلخ كې سخته نښته، طالبانو د جګړې پر ميدان ۲۰ مړي پريښي

د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په چهاربولك ولسوالۍ كې له پرون سهار راهيسې د افغان ځواكونو او طالبانو تر منځ وسله واله نښته لا هم روانه ده.د بلخ دامنیه قوماندانۍ د امنیت امرعبدالرزاق قادري کلید ته وویل، پرون وسله والو طالبانو په چهاربولک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په […]

نویسنده: TKG
11 وری 1395
بلخ كې سخته نښته، طالبانو د جګړې پر ميدان ۲۰ مړي پريښي

د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په چهاربولك ولسوالۍ كې له پرون سهار راهيسې د افغان ځواكونو او طالبانو تر منځ وسله واله نښته لا هم روانه ده.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ د امنیت امرعبدالرزاق قادري کلید ته وویل، پرون وسله والو طالبانو په چهاربولک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نښته کې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
هغه زیاته کړه، په دغه نښته کې  د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې دوه پولیس هم ووژل شول . د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په چهاربولك ولسوالۍ كې له پرون سهار راهيسې د افغان ځواكونو او طالبانو تر منځ وسله واله نښته لا هم روانه ده.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ د امنیت امرعبدالرزاق قادري کلید ته وویل، پرون وسله والو طالبانو په چهاربولک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نښته کې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
هغه زیاته کړه، په دغه نښته کې  د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې دوه پولیس هم ووژل شول .
قادری وویل  وسله وال طالبان له ماتې وروسته بېرته  د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ ته پر شا شوي دي.
دى وايي، امنيتي ځواكونه به د وسله والو د ځپلو لپاره په سيمه كې خپلو عملياتو ته دوام وركړي او په سيمه كې به د طالبانو دايمي ګواښ له منځه يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د بلخ ولایت، د خلم ولسوالۍ په شباغلي سیمه وسله والو طالبانو برید کړی و چې له سختې ماتې سره مخ شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA