ads

برما: د روهنګيا مسلمانانو په سيمه كې اضطراري حالت پاى ته ورسېد

په برما كې د خپلې دندې له پوره كېدو سره سم مخكيني جمهور رئيس تهينسين امر كړى چې په راكهين ښار كې د روهنګيا مسلمانانو او بودايانو د اخ و ډب له كبله لګېدلى اضطراري حالت دې پورته شي.په ايالت كې په ۲۰۱۲ كال هغه مهال كرفيو او اضطراري حالت نافذ شو، چې د ځايي […]

نویسنده: TKG
11 وری 1395
برما: د روهنګيا مسلمانانو په سيمه كې اضطراري حالت پاى ته ورسېد

په برما كې د خپلې دندې له پوره كېدو سره سم مخكيني جمهور رئيس تهينسين امر كړى چې په راكهين ښار كې د روهنګيا مسلمانانو او بودايانو د اخ و ډب له كبله لګېدلى اضطراري حالت دې پورته شي.
په ايالت كې په ۲۰۱۲ كال هغه مهال كرفيو او اضطراري حالت نافذ شو، چې د ځايي بودايانو او مسلمانانو تر منځ نژادي او مذهبي نښتې زياتې شوې، خو اوس د خپلې قانوني دورې تر پوره كولو يوه ورځ وړاندې جمهور رئيس تهينسين امر كړى چې دا مهال وضعيت د ډاډ وړ دى او اضطراري حالت ختموي. په برما كې د خپلې دندې له پوره كېدو سره سم مخكيني جمهور رئيس تهينسين امر كړى چې په راكهين ښار كې د روهنګيا مسلمانانو او بودايانو د اخ و ډب له كبله لګېدلى اضطراري حالت دې پورته شي.
په ايالت كې په ۲۰۱۲ كال هغه مهال كرفيو او اضطراري حالت نافذ شو، چې د ځايي بودايانو او مسلمانانو تر منځ نژادي او مذهبي نښتې زياتې شوې، خو اوس د خپلې قانوني دورې تر پوره كولو يوه ورځ وړاندې جمهور رئيس تهينسين امر كړى چې دا مهال وضعيت د ډاډ وړ دى او اضطراري حالت ختموي.
د تهينسين په وينا، اوس په دغه ايالت كې شخصي او دولتي ودانيوته د زيان رسېدو هېڅ خطر نه ويني او روهنګيا مسلمانان هم خپلو كورونو ته بېرته په راستنېدو ارامه ژوند كوي.
راكهين هغه ايالت دى چې زياتره په كې د روهنګيا مسلمانانو اقليت ژوند كوي، خو ميانمار يا برما دوى د خپل هېواد نژادي ګروپ نه بولي، همدا راز روهنګيا هم غواړي چې دوى ته دې داسې پيژند پاڼې وركړل شي چې د برمايانو پر ځاى ورته قوميت روهنګيا وليكل شي. خو دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د انګ سان سوچي د ګوند د خلكو لخوا د انتخاباتو په ګټلو سره برما كې د مسلمانانو لپاره وضعيت مخ پر ښه كېدو دى او شاوخوا ۲۵ زره روهنګيا مسلمانان د ملګرو ملتونو له ځانګړو كمپونو څخه خپلو كورونو ته ستانه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA