ads

اچين كې د داعش او طالبانو جګړه، ۹ داعشيان، ۵ طالبان مړه، ۱۰ ټپيان

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې چارواکي په کې دواړو خواو ته د ۲۴ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل،  داعش او طالب وسله والو پرون له سهار راهيسې د اچین […]

نویسنده: TKG
11 وری 1395
اچين كې د داعش او طالبانو جګړه، ۹ داعشيان، ۵ طالبان مړه، ۱۰ ټپيان

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې چارواکي په کې دواړو خواو ته د ۲۴ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل،  داعش او طالب وسله والو پرون له سهار راهيسې د اچین ولسوالۍ په کرکڼې سیمه کې خپلمنځي نښته کړې ده. د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې چارواکي په کې دواړو خواو ته د ۲۴ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل،  داعش او طالب وسله والو پرون له سهار راهيسې د اچین ولسوالۍ په کرکڼې سیمه کې خپلمنځي نښته کړې ده.
هغه وویل، په نښته کې له داعش ډلې ۹ تنه او د یو ډلمشر په ګډون د طالبانو پنځه وسله وال وژل شوي، همدا راز په جګړه كې شپږ داعشیان او ۴ طالبان هم ټپيان شوي دي.
د مشرقیوال د معلوماتو له مخې د یادې نښتې پرمهال داعش وسله والو دوه طالب جنګیالي ژوندي نیولي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA