رپوټونه وايي، د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ته دنده سپارلې، چې له سعودي عربستان سره د اړيکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
يو ايراني چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى الحيات ورځپاڼې ته ويلي، چې له سعودي عربستان سره بايد ټولې سياسي لانجې د خبرو له لارې حل شي. رپوټونه وايي، د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ته دنده سپارلې، چې له سعودي عربستان سره د اړيکو د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
يو ايراني چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى الحيات ورځپاڼې ته ويلي، چې له سعودي عربستان سره بايد ټولې سياسي لانجې د خبرو له لارې حل شي.
هغه وايي، ايران غواړي له سعودي عربستان سره اړيکو ته پياوړتيا ورکړي، خو په خبره يې سعودي عربستان هم بايد په دې اړه علاقمندي وښيي.
دغه ايراني چارواکي هيله مندي ښودلې، چې په راتلونکو دوه اونيو کې به له سعودي عربستان سره د مثبتو اړيکو شاهدان اوسي.
د تهران او رياض ترمنځ اړيکې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې د سعودي عربستان شاهي حکومت يو شيعه ملا په دار وځړاوه.
دغه راز د يمن په مسئله کې هم ايران او سعودي عربستان مختلف نظرونه لري


