د خوست شېخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي له پانګوالو غوښتنه کوي د د دغه پوهنتون فارغانو ته له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې لازمې کاري زمینې برابرې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې دسه شنبې په ورځ په شېخ زاید پوهنتون کې دسوداګرۍ او بشري مسلکي ځواک نښلولو په کنفرانس کې وکړې.
کریمي زیاته کړه. بشري نیرو به په علمي او مسلکي لحاظ دوی روزي خو په وينا يې په کاري ساحه کې دې پانګه وال لاسنیوی وکړي. د خوست شېخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي له پانګوالو غوښتنه کوي د د دغه پوهنتون فارغانو ته له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې لازمې کاري زمینې برابرې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې دسه شنبې په ورځ په شېخ زاید پوهنتون کې دسوداګرۍ او بشري مسلکي ځواک نښلولو په کنفرانس کې وکړې.
کریمي زیاته کړه. بشري نیرو به په علمي او مسلکي لحاظ دوی روزي خو په وينا يې په کاري ساحه کې دې پانګه وال لاسنیوی وکړي.
په همدې حال کې دخوست مرستیال والي عبدالواحد پټان وایي، له یوې خوا سرمایه له هیواده بهر انتقالیږي او بلخوا ځوانان چې ډیری یې علمي کادرونه دي په قاچاقي لارو بهر ته روان دي.
دده په خبره شتمن او پانګه وال دې دغو ځوانانو ته په هیواد دننه د کار زمینه برابره کړي څو د خپلې سرمایې ګټه مو خپلو خلکو ته رسیدلي وي.
د کنفرانس په څنډه کې د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پراختیا پروګرام اجراييه مسوول ډاکټر محمد ظاهر جبارخېل بيا وويل، اداره يې د یوه پروګرام له مخې محصلینو ته د ازاد بازار ټول اړین مهارتونه ور زده کوي.
دده په وینا په دې سره به د بهرنیو کار کوونکو پر ځای افغاني کادرونو ته کاري فرصتونه برابر شوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری ځوانان چې ډیره برخه یې له پوهنتونونو فارغ دي د دندو د نه پیدا کیدو او په دولتي سکټور کې د روابطو اصل ته د ترجیح ورکولو څخه شکایتونه کړي.


