د ملي امنیت شورا په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته دې د پلان شویو جرایمو پر وړاندې ځانګړې امنیتي تدابیر ونیول شي. له دې جرایمو یو هم اختطاف دی چې له دې وروسته به ټول هغه د حوزو امرین او د ولسوالیو امنیه قومندانان چې تر کنټرول سیمو کې ورته جرایم وشي او دوی خپل وظایف په سمه توګه مخته نه وي وړي، تر پوښتنې لاندې راځي او د وظیفوي غفلت له کبله به تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي. د ملي امنیت شورا په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته دې د پلان شویو جرایمو پر وړاندې ځانګړې امنیتي تدابیر ونیول شي. له دې جرایمو یو هم اختطاف دی چې له دې وروسته به ټول هغه د حوزو امرین او د ولسوالیو امنیه قومندانان چې تر کنټرول سیمو کې ورته جرایم وشي او دوی خپل وظایف په سمه توګه مخته نه وي وړي، تر پوښتنې لاندې راځي او د وظیفوي غفلت له کبله به تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.
په ښکاره توګه د حکومت دا پرېکړه یو پر ځای ګام دی او د دې لاره به لار هواره کړي چې د جرایمو ګراف راکم او یا هم صفر ته ټیټ شي. په روانو شرایطو کې چې د یوې امنیتي حوزې له مخې او یا هم د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په یو کیلومټرۍ کې خلک تښتول کېږي، پوښتنه پیدا کړې چې څنګه یو څوک له یوې امنیتي سیمې سره نږدې دومره لوړ جرات وکړي او داسې لوی جرم ترسره کړي.
له دې وړاندې ورته ډېر پلان شوې تښتونې د امنیتي سیمو سره نږدې شوې دي چې د پولیسو موجودیت یې تر شک لاندې راوستی دی. د ملي امنیت شورا دا پرېکړه یو پر ځای ګام دی، خو یوازې خبرې او د خبرپاڼو خپرول دا کار عملي ډګر ته نه شي وړای، بلکې اړتیا ده چې د عمل جامه ور واغوستل شي او دا کار هله شونی دی چې حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنیت شورا په تمامه مانا د خپلې دې پرېکړې تر شا ودرېږي او ترې ملاتړ وکړي، ځکه افغانان له دې وړاندې هم د یو شمېر ورته مهمو پرېکړو شاهدان وو، خو په عمل کې یې بیا څه ونه لیدل.
اوس اړتیا ده چې د خلکو د خوندیتوب دا پلان له نقشې د عمل لارې ته پیاده شي او خلکو ته ډاډ ورکړل شي چې د حکومت په لوړو کې پلانونه د عملي کېدو امکان لري. دا نیوکه هم پر ځای ده چې د حوزو یو شمېر امرین او همدرانګه د ولسوالیو امنیه قومندانان او نور مسوولین د شخصي روابطو له مخې په دندو ګمارل شوې او په پورته برخه کې پایه دومره قوي ده چې څوک ورته پورته هم نه شي کتلای، په دې سره به هغه کسان چې په یو شمېر لوړو ځایونو کې یې خلک ګمارلي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کاروي، هم روښانه شي او حکومت به مالومه کړي چې د چا تر شا د چا لاس دی چې په دې سره به د تصفیې لار خلاصه شي.
تښتونه یا اختطاف د جرایمو هغه برخه ده چې په ټوله کې یې زیان لوی دی، له دې کبله اوس مهال د هېواد ګڼ سوداګر او پانګوال په ویره کې ژوند کوي، په ډاډه زړه خپلې پانګې د خلکو د خدمت او یا هم پانګونې لپاره نه شي ښکاره کولای او یا یې هم کډې په سردي له دې هېواد درګرده وځي. د حکومت د دې پلان عملي کېدل به هغوی ته هم ډاډ ورکړي چې د امنیت د خوندیتوب لپاره یې اراده شته او عملي ګام هم پورته شوی چې په دې سره په اقتصادي برخه کې هم یو شمېر ستونزې هواري شي.
په ټوله کې اوس وخت دی چې نور پلانونه د عملي ډګر ورځ وګوري او موږ ټول یې د بریالیتوب شاهد واوسو.


