د پاکستان لومړي وزير نواز شريف تېره شپه ملت ته پخپله وينا کې ټينګار وکړ، چې له خپل هېواده به د ترهګرو ريښې وباسي.
نواز شريف دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د يکشنبې په ورځ په لاهور کې ځانمرګي بريد ۷۲ تنه ووژل او کابو ۴۰۰ نور يې ټپيان کړل.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړه، چې ترهګر به ونشي کولى هېواد يې له تجزيې سره مخ کړي.
نوموړي وويل، چې ترهګر له اخلاقي او جغرافيوي پولو اوښتي او په دې سره غواړي ټوله نړۍ بې ثباته کړي. د پاکستان لومړي وزير نواز شريف تېره شپه ملت ته پخپله وينا کې ټينګار وکړ، چې له خپل هېواده به د ترهګرو ريښې وباسي.
نواز شريف دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د يکشنبې په ورځ په لاهور کې ځانمرګي بريد ۷۲ تنه ووژل او کابو ۴۰۰ نور يې ټپيان کړل.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړه، چې ترهګر به ونشي کولى هېواد يې له تجزيې سره مخ کړي.
نوموړي وويل، چې ترهګر له اخلاقي او جغرافيوي پولو اوښتي او په دې سره غواړي ټوله نړۍ بې ثباته کړي.
د لاهور تر خونړي بريد وروسته نواز شريف واشنګټن ته خپل سفر هم لغوه کړى او په امريکا کې د اټومي پروګرام يوې ناستې ته يې خپل سلاکار طارق فاطمي ګومارلى دى.
په لاهور كې د شوي ځانمرګي بريد مسووليت د پاکستان جماعت الاحرار وسله والې ډلې منلى او ګواښ يې کړى، چې په دغه هېواد کې به د لږکيو عيسويانو په ضد خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.
د تېرې يکشنبې ورځې بريد کې هم ډېرى عيسوي لږکي په نښه شوي دي.


