ads

ننګرهار كې وسله واله نښته، ۳ ملكيان مړه، ۲ ټپيان

په ننګرهار ولايت كې د وسله وال بريد له كبله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو په روداتو ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.سرچينه وايي، دغه پېښه د روداتو […]

نویسنده: TKG
10 وری 1395
ننګرهار كې وسله واله نښته، ۳ ملكيان مړه، ۲ ټپيان

په ننګرهار ولايت كې د وسله وال بريد له كبله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو په روداتو ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
سرچينه وايي، دغه پېښه د روداتو ولسوالۍ په کوزې کلا سيمه کې تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ياد ملکي وګړي له کور څخه د جومات په لور روان وو. په ننګرهار ولايت كې د وسله وال بريد له كبله پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو په روداتو ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
سرچينه وايي، دغه پېښه د روداتو ولسوالۍ په کوزې کلا سيمه کې تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ياد ملکي وګړي له کور څخه د جومات په لور روان وو.
سرچينه زياتوي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA