ads

ننګرهار كې د افغان هوايي ځواك بمبار، ۹ مخالفين مړه

د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې پرون د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د باور غونډۍ په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې […]

نویسنده: TKG
10 وری 1395
ننګرهار كې د افغان هوايي ځواك بمبار، ۹ مخالفين مړه

د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې پرون د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د باور غونډۍ په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن يې ژوندى نيولى دى. د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ كې پرون د دولت نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د باور غونډۍ په سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو تن يې ژوندى نيولى دى.
د سرچينې په وينا، د دغو عملياتو په مهال دوه ميله راکټ انداز، يو ميل کلاشينکوف، ۶۹ لاسي بمونه، ۲۰ فيره د راکټ مرمۍ، دوه زره فيره د پيکا مرمۍ، زر فيره د کلاشينکوف مرمۍ او دوه پايې مخابرې له منځه وړل شوې دي.
سرچينه همدارنګه وايي، چې امنيتي ځواکونو په هسکې مينې ولسوالۍ کې درې تنه داعش وسله وال نيولي دي.
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA