د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانكزي كندهار ته د سفر پر مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د ولسي خلكو مرسته ستايلې ده.
ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانكزى پرون مازيګر كندهار ته تللى او د كندهار په هوايي ډګر كې يې د افغان امنيتي ځواكونو له ټپيانو ليدنه وكړه او وروسته يې د كندهار ۲۰۵ اتل قول اردو د وژل شوي مرستيال خان اغا اڅكزي فاتحه د هغه په كور كې واخسته.
د ملي دفاع سرپرست همدا راز په ولايت مقام کې د کندهار له والي، امنیه قومندان او یو شمیر نور مخورو سره هم ليدنې كړې دي.
ستانكزي په دغو ليدنو كې د کندهار امنیتي وضعیت ښه وباله او زیاته يې کړه چې په دې برخه کې د ولسي خلكو ونډه د ستایني وړه ده. د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانكزي كندهار ته د سفر پر مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د ولسي خلكو مرسته ستايلې ده.
ملي دفاع سرپرست وزير معصوم ستانكزى پرون مازيګر كندهار ته تللى او د كندهار په هوايي ډګر كې يې د افغان امنيتي ځواكونو له ټپيانو ليدنه وكړه او وروسته يې د كندهار ۲۰۵ اتل قول اردو د وژل شوي مرستيال خان اغا اڅكزي فاتحه د هغه په كور كې واخسته.
د ملي دفاع سرپرست همدا راز په ولايت مقام کې د کندهار له والي، امنیه قومندان او یو شمیر نور مخورو سره هم ليدنې كړې دي.
ستانكزي په دغو ليدنو كې د کندهار امنیتي وضعیت ښه وباله او زیاته يې کړه چې په دې برخه کې د ولسي خلكو ونډه د ستایني وړه ده.
نوموړي وویلو په افغانستان کي روانه جګړه د پرديو له لوري د افغان دولت د كمزوري كولو په هدف مخته وړل كېږي: ((په ټوله کې د دغې جګړې قربانيان افغانان دي او جنګ د يوې وسیلي په توګه کارول کیږي، زه بايد ووايم چې تېر کال له امنیتي پلوه ورته ډېر سخت و خو بيا هم د هېواد ډیرې مهمې او اساسي سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو له بريدونو ساتل شوې دي.))
د کندهار يو شمېر قومي مشرانو د افغان ځواکونو د پياوړي کولو په برخه کې د هغوی همغږي مهمه وبلله او د ملي دفاع له وزير څخه يې وغوښتل چې د امنيت د ټنګښت په برخه کې امنيتي ځواکونو ته کافي امکانات برابر کړي.
قومي مشرانو د ملي دفاع له سرپرست وزیر مصوم ستانكزي څخه غوښتنه وکړه چې د مکافاتو او مجازاتو پروسه فعاله کړي.
دوي ویل هغه کورني چي خپل اولادونه يې له وطن څخه د فاع په خاطر د لاسه ورکړي باید حق يي ورکول شي تر څو یوه بله کورنۍ دې ته زړه ښه کړي چې خپل اولادونه د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته واستوي.
ستانكزي د جنوبي ولایتونو ځينو سيمو ته په اشارې سره وویل، ډیر ژر به د امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو د ځواکونو جنګي اړتياوي پوره کړي.
هغه وویل ، د هوايي ځواکونو د پياوړي کولو لپاره د دوی هڅې روانې دي او د ملي پوځ د خاصو قطعاتو د ملاتړ لپاره يې د تجهيزاتو د برابرولو خبر هم ورکړ: (( همدا راز به د ملي ځواكونو په ليكو كې د مجازاتو او مکافاتو پروسې ته هم زیاته توجه كېږي.))
د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانكزي د کندهار د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره په هلمند، زابل، ارزګان او ځينو نورو ولایتونو کې د ملي اردو د ځواکونو تازه ځپونکو عملياتو خبر هم ورکړ.


