امنيتي چارواكي وايي، يوولسمې حوزې په اړوندو كې د مشرانو جرګې غړي حاجي ګل افغان كور ته نږدې د يوې چاودنې له كبله ۳ تنه ټپيان شوي دي.
د يوولسمې حوزې امر عصمت الله اكبري وايي، چاودېدونكي توكي د سودا په يوه خلطه كې ځاى پر ځاى شوي وو ا و نن سهار شاوخوا ۹ بجې يې چاودنه كړې ده: (( د مشرانو جرګې د دغه غړي ساتونكو غوښتل دا خلطه له لارې پورته او ايسته وغورځوي، خو په خلطه كې ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو انفجار كړى دى، په پېښه كې درې تنه ټپيان شوي دي.)) امنيتي چارواكي وايي، يوولسمې حوزې په اړوندو كې د مشرانو جرګې غړي حاجي ګل افغان كور ته نږدې د يوې چاودنې له كبله ۳ تنه ټپيان شوي دي.
د يوولسمې حوزې امر عصمت الله اكبري وايي، چاودېدونكي توكي د سودا په يوه خلطه كې ځاى پر ځاى شوي وو ا و نن سهار شاوخوا ۹ بجې يې چاودنه كړې ده: (( د مشرانو جرګې د دغه غړي ساتونكو غوښتل دا خلطه له لارې پورته او ايسته وغورځوي، خو په خلطه كې ځاى پر ځاى شويو چاودېدونكو توكو انفجار كړى دى، په پېښه كې درې تنه ټپيان شوي دي.))
تر اوسه د پېښې مسووليت كومې ډلې پر غاړه نه دى اخستى، خو دا په داسې حال كې ده چې په تېرو څو ورځو كې د كابل ګڼې اطرافي برخې د مقناطيسي ماينونو د چاودنې له پېښو شاهدې وې چې د نظاميانو تر څنګ يې ګڼ ملكيان هم ټپيان كړي دي.


