د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د سترې محکمې د رئیس پلار یې نن د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص كړى او خپلې كورنۍ ته سپارلى دى.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن په جلال اباد ښار کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل، دوه اونۍ وړاندې د سترې محکمې د مشر پلار جګړن سید حسین په جلال اباد ښار کې له کوره جومات ته په لاره و، چې د یو شمیر نا معلومو وسله والو له لوري وتښتول شو، د ملي امنیت په هلو ځل یاد قومي مشر د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص او نن یې خپلې کورنۍ ته تسلیم کړ. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د سترې محکمې د رئیس پلار یې نن د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص كړى او خپلې كورنۍ ته سپارلى دى.
د ننګرهار والي سلیم کندوزي نن په جلال اباد ښار کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل، دوه اونۍ وړاندې د سترې محکمې د مشر پلار جګړن سید حسین په جلال اباد ښار کې له کوره جومات ته په لاره و، چې د یو شمیر نا معلومو وسله والو له لوري وتښتول شو، د ملي امنیت په هلو ځل یاد قومي مشر د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاص او نن یې خپلې کورنۍ ته تسلیم کړ.
والي زياته كړه، د قاضي القضات د پلار د تښتونې قضيه په دې سره نه تړي، بلكې دا به تر غور لاندې وي او نور معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريك شي.
په همدې حال کې بیا د سترې محکمې د رئیس قاضي القضات سید یوسف حلیم د کورنۍ یوه غړي ډاکټر احسان الله په دغه برخه کې د امنیتي ځواکون هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې له خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړئ.
په جلال اباد ښار کې د سترې محکمې د رئیس پلار په داسې حال کې د انسان تښتوونکو له منګولو را خلاصیږي، چې له تیرو دوه ورځو راهيسې په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.


