ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امريکا، جنوبي کوريا او جاپاني چارواکو ترمنځ د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ ناسته راوبلل شي.
د درې واړو هېوادونو چارواکي به په کوريا ټاپو وزمه کې د امنيت په اړه درې اړخيزې خبرې هم ترسره كړي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې جمهور رئيس بارک اوباما به له خپل کوريايي سيال پارک ګون هي او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي سره وويني.
رويټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله ويلي، چې يادې ليدنې به د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په اړه د بېړنۍ ناستې په څنډه کې وشي. ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امريکا، جنوبي کوريا او جاپاني چارواکو ترمنځ د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په اړه بېړنۍ ناسته راوبلل شي.
د درې واړو هېوادونو چارواکي به په کوريا ټاپو وزمه کې د امنيت په اړه درې اړخيزې خبرې هم ترسره كړي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې جمهور رئيس بارک اوباما به له خپل کوريايي سيال پارک ګون هي او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي سره وويني.
رويټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله ويلي، چې يادې ليدنې به د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په اړه د بېړنۍ ناستې په څنډه کې وشي.
د سپينې ماڼۍ چارواکو دغه راز زياته کړې، چې په همدې ورځ به بارک اوباما د چين جمهور رئيس شي جي پينګ سره هم د سيمې او په نړيوالو مسايلو مفصلې خبرې وکړي.
يادو درې واړو هېوادونو د غونډې هدف د شمالي کوريا اټومي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د حل لارې چارې لټول بللي دي.
بايد ياده شي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې شمالي کوريا يو لړ پاروونکي اقدامات کړي دي، چې په کې د هايډروجني بم او بالستيک توغنديو ازموينې شاملې دي.


