ads

حيات: دولتي ادارې مكلفې دي چې د چاپيريالي خونديتوب لپاره نيالګي كېنوي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خوندي چاپېريال لپاره نيالګي کېنوي او هم يې ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ولايت په اداري غونډه کې وکړې.د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي […]

نویسنده: TKG
10 وری 1395
حيات:  دولتي ادارې مكلفې دي چې  د چاپيريالي خونديتوب لپاره نيالګي كېنوي

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خوندي چاپېريال لپاره نيالګي کېنوي او هم يې ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ولايت په اداري غونډه کې وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، هغه ادارې به پنځه زره افغانۍ جريمه شي، چې د اداري غونډې د پرېکړې له مخې يې د نيالګيو کېنولو کمپاين کې ګډون نه وي کړى. د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خوندي چاپېريال لپاره نيالګي کېنوي او هم يې ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي دا خبرې تېره ورځ د ولايت په اداري غونډه کې وکړې.
د ميدان وردګو ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، هغه ادارې به پنځه زره افغانۍ جريمه شي، چې د اداري غونډې د پرېکړې له مخې يې د نيالګيو کېنولو کمپاين کې ګډون نه وي کړى.
حيات الله حيات د يو شمېر نورو مسايلو ترڅنګ د خوندي چاپېريال پر رامنځته کولو ټينګار وکړ او همدارنګه يې د ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون سره سم د رسنيو له لارې ولسونو سره اړوند معلومات شريک کړي.
اداري غونډه د ميدان وردګو د والي په مشرۍ ترسره شوه، چې په كې د بېلابېلو ادارو استازو د تېرې اونۍ رپوټونه وړاندې کړل او د يو شمېر مهمو مسايلو په اړه پرېکړې هم وشوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA