ads

جمهور رئيس غني له نوازشريف سره ټليفوني خبرې كړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې د لاهور خونړى بريد غندلى او د افغان ملت په استازيتوب يې له پاکستان سره غمرازي ښودلې ده.د پاکستان د لومړي وزير مطبوعاتي دفتر په خپره كړې خبرپاڼه کې ويلي، چې جمهور رئيس غني نواز شريف سره […]

نویسنده: TKG
10 وری 1395
جمهور رئيس غني له نوازشريف سره ټليفوني خبرې كړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې د لاهور خونړى بريد غندلى او د افغان ملت په استازيتوب يې له پاکستان سره غمرازي ښودلې ده.
د پاکستان د لومړي وزير مطبوعاتي دفتر په خپره كړې خبرپاڼه کې ويلي، چې جمهور رئيس غني نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې د لاهور د تېرې يکشنبې ورځې ځانمرګي بريد کې قرباني شوو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي او دغه ترهګريزه پېښه يې په کلکو ټکو غندلې ده. جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې د لاهور خونړى بريد غندلى او د افغان ملت په استازيتوب يې له پاکستان سره غمرازي ښودلې ده.
د پاکستان د لومړي وزير مطبوعاتي دفتر په خپره كړې خبرپاڼه کې ويلي، چې جمهور رئيس غني نواز شريف سره په ټيليفوني خبرو کې د لاهور د تېرې يکشنبې ورځې ځانمرګي بريد کې قرباني شوو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړي او دغه ترهګريزه پېښه يې په کلکو ټکو غندلې ده.
د سرچينې په خبره، نواز شريف د افغانستان جمهور رئيس ته د وسله والو په ضد ډيورنډ پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملياتو په اړه هم معلومات ورکړي دي.
په لاهور کې د شوي ځانمرګي بريد له كبله ۷۲ تنه ووژل شول او له ۳۰۰ زيات نور ټپيان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA