د ارزګان چارواكي وايي، د وسله والو طالبانو ا و افغان ځواكونو ترمنځ له ۱۳ ورځو راهيسې روانه جګړه بيګا شپه سخته شوې چې په ترڅ كې يې ۱۲ افغان سرتېري او ۲۸ طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان د چارچينو امنيه قومندان ولي داد كليد ته وايي، په بيګانۍ جګړه كې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي، خو د طالبانو لوري ته بيا ۲۸ وسله وال مړه شوي او ۴۷ ټپيان شوي دي. د ارزګان چارواكي وايي، د وسله والو طالبانو ا و افغان ځواكونو ترمنځ له ۱۳ ورځو راهيسې روانه جګړه بيګا شپه سخته شوې چې په ترڅ كې يې ۱۲ افغان سرتېري او ۲۸ طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان د چارچينو امنيه قومندان ولي داد كليد ته وايي، په بيګانۍ جګړه كې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي، خو د طالبانو لوري ته بيا ۲۸ وسله وال مړه شوي او ۴۷ ټپيان شوي دي.
قومندان زياته كړه، طالبانو تر اوسه د امنيتي ځواكونو ۱۲ پوستې نيولي او كه په سيمه كې افغان ځواكونو ته مرستې ونه رسېږي نو دا ولسوالي به سقوط وكړي: (( په جګړه كې د امنيتي ځواكونو د ستړيا په خاطر يو شمېر سيمې وسله والو ته پرېښودل شوي دي، كه مرسته راورسېږي بېرته يې ترې ژر تر ژره نيسو.))
په عین وخت د دولت وسله وال مخالفین هم د چارچینو په جګړه کې د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې طالبانو په چارچينو ولسوالۍ کې تر اوسه ١٠ امنيتي پوستې نيولې دي او جګړه لا هم روانه ده.


